سیمه
حمدان: اسراییل په قصدي ډول د اوربند د تړون مخه نیسي
“اسام حمدان” د حماس یو مشر له الجزیرې سره په مرکه کې وویل: اسراییل په قصدي توګه د شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې مخه نیسي او نتانیاهو غواړي چې د بندیانو په وژلو سره له دې قضیې څخه ځان خلاص کړي.
هغه وویل: کمال عدوان روغتون او د غزې په شمال کښې له ۷۵ ورځو راهسې په منظمه توګه وژل شوی دی په داسې حال کښې چې امریکا له دغو جنایتونو سترګې پټوی .