افغانستان

د لومړي وزير سياسي مرستيال: د هېواد د پوهنې نظام د کومې ډلې تر اغېز لاندې نه دى

د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د کابل پوهنتون د ١٤٠٣ محصلينو د فراغت په مراسمو کې وويل، د هېواد ښوونيز نظام د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې کار کوي او د هېڅ ډلې تر اغېز لاندې نه دي.

سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د افغانانو له دفاع څخه دریغ نه کوي او د هیڅ لوري امر نه مني.

نوموړي په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانستلو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت په خپله خاوره کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button