افغانستان

د سوداګرو، صنعتکارانو او راستنیدونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو کړنلاره په رسمي جریده کې خپره شوه

د عدلیې وزارت وايي چې د راستنیدونکو صنعتکاران او سوداګرو لپاره د امتیازاتو او اسانتیاوو د ټاکلو طرزالعمل د اسلامي امارت د رهبرۍ له منظورۍ وروسته په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه طرزالعمل په یوه سریزه، ۳ باب، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې ترتیب شوی او موخه یې د صنعتکارانو، سوداګرو او راستنیدونکو پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازاتو برابرول دي.

په دغه طرزالعمل کې د راستنیدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره امتیازات په پام کې نیول شوي چې د وړیا ځمکې ویش، د مالیاتو او ګمرکي محصولاتو معافیت او نور شیان شامل دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button