افغانستان

په ټول هېواد کې د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به ۲۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي

د عامې روغتیا وزارت چارواکو په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال اعلان وکړ، چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا دیارلس زره بسترونه شته، چې د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به یې شمېر ۱۰ زره نور هم لوړ شي.

د چارواکو په وینا، د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به ۲۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د یوې رڼې پروسې له لارې به ورته د کار زمینه برابره شي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت په اساس د هیواد په ولسوالیو کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو بودجه ځانګړې شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button