افغانستان
په بدخشان کې د نږدې ۳۰۰ شنو خونو جوړول
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې شوې دي.
د چارواکو په خبره، د دغو شنو خونو د جوړولو موخه د بېلابېلو خوړو ته د خلکو د لاسرسي ښه کول او د کورنیو د اقتصاد پیاوړي کول دي.