افغانستان
د سرپرست حکومت مشر د تېر حکومت ټول فرمانونه او احکامو باطل اعلان کړل
د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت رهبر په یوه نوي فرمان کې د هغو کسانو په اړه چې له اسلامي امارت سره یې همکاري کړې د افغانستان د پخواني حکومت ټول فرمانونه او احکامو لغوه کړي دي.
په دغه فرمان کې راغلي دي چې د اسلامي امارت د غړو او یا له دوی سره د همکارۍ په اړه د پخوانیو محاکمو له خوا صادر شوي قضاوتونه، هغه کسان چې په مجازاتو محکوم شوي، تر قانوني تعقیب لاندې او یا هم د مجرم، تورن یا شکمن په توګه ثبت شوي دي لغوه شو.
همدارنګه ټینګار شوی چې دا کسان تر هغه ازاد دي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په حکم او د امارت د محاکمو له پریکړې سره سم محاکمه شوي نه وي.