سیمه
په سوریه کې د الجولاني پر ضد د مظاهرو لومړۍ څپه راپورته شوه
سوري سرچینو خبر ورکړی، چې د ابو محمد الجولاني اړوند عناصرو په تېرو ورځو کې په حلب کې لسګونه کسان تښتولي او بندیان کړي دي.
پرون سهار په حلب کې ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو او د برمته شویو کسانو د خلاصون غوښتنه یې کوله، په سوریه کې یې د یوه سیکولر حکومت د جوړېدو پر ضد شعارونه ورکول او په سوریه کې یې د ”اسلامي دولت” د جوړېدو غوښتنه وکړه.
خو له دغه لاريون وروسته د تحرير الشام ډلې پورې تړلو عناصرو د لاريون کوونکو لس ښځې تښتولې او بنديانې کړې دي.
له دې پېښې وروسته د برمته شویو مېرمنو کلیوال سړکونو ته راووتل او د بندیانو د ژر او بې قیده شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/15869?single