سیمه

د سوریې د نوي حکومت لپاره د ترکیې نوی لارې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان کړی چې که د سوریې نوی حکومت د امریکا له ملاتړه برخمنو کرد ډلو په اړه د انقرې د اندېښنو په حلولو کې پاتې راشي، نو ترکیه به د خپل ملي امنیت د تامین لپاره “هر ډول اړین اقدامات” وکړي.

هغه په ​​یوه مرکه کښې وویل: د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په چوکاټ کښې د دغو مسائلو د حلولو لپاره د دمشق د نوی حکومت لپاره د ترکیې غوره توب دی او ټینګار یې وکړ چې د خلقو د دفاع ځواکونه باید ژر تر ژره منحل شی.

فیدان همداراز ټینګار وکړ چې د اړتیا په صورت کې به د دغو ډلو پر ضد پوځي اقدام وشي.

فيدان په سوريه کې د امريکايي ځواکونو پر وروستي زياتوالي هم نيوکه وکړه او دا يې يوه “غلطه” پرېکړه وبلله.

هغه وویل، د داعش پر وړاندې مبارزه یوازې په زندانونو کې د دغې ډلې د بندیانو په ساتلو پورې محدوده ده او په دې پلمه د خلکو له مدافعینو ملاتړ د منلو وړ نه دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button