افغانستان

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت وايي چې د ۴۹۸ میلیونه ۶۵۴ زره ۹۱۲ افغانیو په ارزښت د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د سړک د پاتې برخې د جوړولو کار پیل شوی دی.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۱۹ کیلومتره اوږدوالی لري او په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د دې سړک په بشپړیدو سره به د تخار ولایت اته ولسوالۍ له کندز ولایت سره ونښلول شي او له دې لارې به بلخ، سمنګان، بغلان او کابل ولایتونه هم ونښلول شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button