افغانستانسپورت

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه ماتې وخوړه

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه د ۲۳۲ منډو په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ ۲۹مه) ترسره شوه، افغان لوبډلې ۲۸۷ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې ۱۰۴ منډې صدیق الله عاطل او ۸۴ منډې عبدالمالک وکړې.

د زیمبابوې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۷.۵ اورونو کې ۵۴ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله.

الله محمد غضنفر او نوید ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول. فضل الحق فاروقي دوه او عظمت الله عمرزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا د افغانستان او زمبابوې تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو دویمه لوبه وه؛ لومړۍ سیالي د باران له امله لغوه شوه.

دریمه او وروستۍ لوبه به د شنبې په ورځ ترسره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button