افغانستاننړۍ

اسلامي امارت د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د روسیې د هڅو هرکلی کوي

د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، داسلامي امارت د وياند مرستيال حمدالله فطرت په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې له اسلامي امارت سره د اړيکو د عادي کولو په مقصد د روسيې د نوي قانون تصويب د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په لاره کې يو مثبت ګام دى.

د روسیې د پارلمان له خوا د تصویب شوي نوي قانون له مخې د دغه هېواد ستره محکمه کولای شي د مسکو له تور لېست څخه پر شته ډلو بندیزونه وځنډوي.

په دې وروستیو کې جګپوړو روسي چارواکو یو ځل بیا له افغانستان سره د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د اسلامي امارت نوم د مسکو د ممنوع الخروج ډلو له نوملړ څخه وباسي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button