افغانستان

په افغانستان کې د ۳۴ میلیونه سیم کارتونو ویش

د افغانستان د مخابراتو، ټکنالوژۍ او اطلاعاتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي اعلان وکړ، چې په هېواد کې د مخابراتي شرکتونو له خوا د وېشل شویو سیم کارتونو شمېر ۳۴ میلیونو ته رسېدلی دی.

ښاغلي الکوزي نن (چهارشنبه، لیندۍ ۲۸) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «د مخابراتي شرکتونو له خوا د وېشل شویو سیم کارتونو شمېر څه باندې ۳۴ میلیونو ته رسېدلی دی.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې دا شمېره د درېيو کلونو په پرتله د پام وړ لوړه شوې، چې په هېواد کې يواځې ٢١ ميليونه سيم کارتونه فعال وو.

دا وده په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا او د مخابراتو او ټیکنالوژۍ لپاره د خلکو مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ښیي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button