افغانستان

مهاجر فراهي: اسلامي امارت هيڅکله نه غواړي چې رسنۍ بندې شي

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د اسلامي نظام په پياوړتيا کې د رسنيو د رول په اړه په جوړ شوي سيمينار کې وويل چې اسلامي امارت هيڅکله نه غواړي چې رسنۍ بندې او محدودې شي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتي دفتر مرستيال زياته کړه چې رسنۍ بايد اسلامي ارزښتونه ، دهېواد سترې ګټې او افغاني فرهنګ په پام کې ونيسي.

مولوي حيات الله مهاجر فراهي رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ پل بولي.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي شیر محمد عباس ستانکزي په دې اړه وویل: د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول مهم دی او باید رسنۍ د متعصبو کړیو له منفي تبلیغاتو سره مبارزه وکړي.

ښاغلي ستانکزي له رسنیو وغوښتل چې د اسلامي امارت مثبت پرمختګونه نړۍ ته وړاندې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button