داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين مولوي محمد يونس راشيد په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپرمختيايي پروګرام (UNDP) له مشر سټيفن رودريګوز سره وکتل.
په دې کتنه کې د ځوانانو چارو معین له ښاغلي رودریګوس څخه وغوښتل چې د ځوانانو د ظرفیت لوړولو، د کارموندنې، تحصیلي او تحصیلي فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
په همدې حال کې سټیفن رودریګوز په یادو برخو کې د دغه بنسټ د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.