افغانستان
په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۲۰ زره جریبه ډېرې دولتي ځمکې غصب شوې
د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په کندهار، کندز، جوزجان، غور، خوست او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره ۳۷۶ جریبه اماراتي ځمکه بېرته ترلاسه کړې ده.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې په ۲۵ ولایتونو کې ۳۱۶۸۱۳ جریبه اماراتي ځمکه تثبیت شوې او د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې ۳۷۵۷۴۲ جریبه نورې ځمکې سروې شوې دي.