په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد حکومت به له افغانستان سره ۲۷،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
دغه سفارت په ایکس کې لیکلي چې د مرستو دغه بسته به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا د بشري مرستو د رسولو او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ولګول شي.
له دې نوې بستې سره به د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې پورې له افغانستان سره د جاپان ټولې مرستې ۵۰۵ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.