د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ټاپي د ګازو د انتقال د پایپ لاین د جوړېدو له پروژې څخه چې د ترکمنستان او افغانستان په ګډ سرحد کې پلې کېږي، وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حفيظ ضياء احمد وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د ټاپي پروژې د بهير د ګړندي کولو، د اورګاډي کرښې د غځولو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتياوو او د پروژې د بهير د ساده کولو په برخه کې به همکاري کوي. د ویزو په صادرولو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به په کابل او عشق اباد کې تخنیکي ټیمونه جوړ شي.
هغه زیاته کړه، د ټاپي نل لیکې له عملي پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ د اورګاډي کرښې د پراختیا، په تورغونډۍ کې د اورګاډي پټلۍ، د نوري فایبر د لېږد او د ویزې او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه هم خبرې وشوې.