رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو له قوله ویلي: د سوریې په مرکزي بانک کې د سرو زرو زیرمې ۲۶ ټنه دي چې د اوسني بازار د بیې له مخې یې ارزښت ۲،۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
“د سرو زرو دا مقدار په 2011 کې د جګړې له پیل راهیسې په مرکزي بانک کې موجود مقدار دی.”
رویټرز زیاته کړه: د سوریې د مرکزي بانک په خزانه کې د نورو اسعارو د لږ مقدار ترڅنګ شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره هم شته.