نړۍ

د چین د بهرنیو چارو وزیر: امریکا او چین کولی شي “لوی شیان” ترلاسه کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ (لیندۍ ۲۷) وویل، که امریکا او چین په ګډه کار وکړي، بیجینګ او واشنګټن کولی شي “لوی شیان” ترلاسه کړي.

خو وانګ یی د هغه څه په وړاندې خبرداری ورکړ چې د تایوان په مسله کې د متحده ایالاتو لخوا “ښکاره لاسوهنه” بولي.

د وانګ یی دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د تایوان دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د یکشنبې په ماښام یې ۳۸ امریکايي ابرام ټانکونه ترلاسه کړي دي.

د تایوان د دفاع وزارت زیاته کړه چې نوي M1A2 ټانکونه د پلازمینې تایپي په سویل کې د اردو روزنې اډې ته لیږدول شوي.

وانګ يي د سه شنبې په ورځ په بېجينګ کې د يوې وينا په ترڅ کې په تير کال کې د چين د ډيپلوماتيکو فعاليتونو او د راتلونکي په اړه د خپل نظر په اړه وويل، د امريکا په اړه د چين تګلاره “بدل شوې نه ده.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button