د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۱۸ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.
په دې خپرونه کې نن (سه شنبه د لیندۍ ۲۷مه) په ایکس کې لیکلي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.
دغه پروګرام وايي چې د ۲۰۲۴ کال له نوامبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپریل پورې یې له شپږو میلیونو څخه زیاتو خلکو ته ژمنۍ مرستې پیل کړي دي. په شمول د 1.5 ملیون خلکو لپاره چې په سختو سیمو کې د سختو واورو شاهدان دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په ډاګه کړې، چې په بدخشان، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې له ۶۲ زره ټنو زیات خوراکي توکي چمتو شوي دي.
سږ کال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له خلکو سره د مرستو د برابرولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه. خو ویل کېږي چې د دې بودیجې ۳۷،۵ سلنه ورکړل شوې ده.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.