د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، د پاکستان حکومت ترې غوښتي چې له کابل سره دې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
د پاکستاني رسنیو په وینا، نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو پخوانی وړاندیز یې رد کړی و، خو اوس یې ورته وړاندیز منلی دی.
علي امین ګنډاپور ټینګار کړی، چې پاکستان نه شي کولای له افغانستان سره په یو وخت کې ښکېل شي او د سولې لپاره هڅې وکړي، په ځانګړې توګه د زبرځواکونو پر وړاندې د افغانستان د مقاومت تاریخ ته په پام سره.