افغانستان
له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوه
برشنا شرکت اعلان کړی، چې له ازبکستان څخه وارد شوې برېښنا نن یکشنبه د چنګاښ ۲۵ مه د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې ده.
دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د همدې ستونزې له امله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده.
برشنا شرکت دا هم ویلي، چې د توپانونو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا له اندازې زیاته ده او له ایرانه وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله ډېر وخت په ټپه درېږي.