په لبنان کښې د حزب الله د پخوانی عمومی مشر شهید سید حسن نصرالله لور زینب نصرالله له پریس ټی وی سره په ځانګړې مرکه کښې وویل مقاومت د صهیونیسټ ضد غورځنګ په توګه له مینځه وړلی نشی.
هغه وویل: صهیونیسټان په دې باور وو چې د سید حسن نصرالله په شهادت سره به مقاومت له منځه یوسي. خو د اسرائيلي رژيم دغه باور په بشپړه توګه غلط دی.
زینب نصرالله زیاته کړه: سید حسن پوهیده چې بالاخره به د خپلو نظریاتو د دفاع په لاره کې شهید شي. په هرصورت، هغه هیڅکله د اسرائیلي اشغال او امریکایي تسلط په وړاندې خپل مقاومت ته ادامه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: ځینې ښايي فکر وکړي چې سید نصرالله په کوټه کې اوسېده. هغه روایت چې صهیونیسټي دښمن په پرله پسې ډول د تبلیغ هڅه کړې او دا روایت په بشپړه توګه دروغ دی او ټول باید ترې خبر وي.