افغانستان
په پنجشېر کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر کم شوی
د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، د تېر کال په لومړيو نهو مياشتو کې په پنجشېر کې د خوارځواکۍ اووه زره څلور سوه دوه اويا پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د روان کال په نهو مياشتو کې دغه شمېر شپږ زرو ته راټيټ شوى دى.
د پنجشېر د عامې روغتيا رييس وويل، چې په خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمېر د کمېدو لامل په دغه ولايت کې د پوهاوي، مناسبې تغذيې او روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې د اغېزمنو هڅو پايله ده.