افغانستان
په هلمند کې د کمال خان بند په ساحه کې د سمندري غځولو د پروژې کار پیل شو
د نيمروز ولايت د انرژۍ او اوبو رئيس ملا عبدالقهار “ناصر” وايي، دغه پروژه د زرنج ښار ته د اوبو د جريان د چټکتيا په موخه پلې کېږي.
په پام کې ده چې د کمال خان بند په ساحه کې د هلمند سیند ۱۵ متره پراخ شي، څو زرنج ښار ته ډیرې اوبه ورسیږي.
د دې پروژې تطبيق د اسلامي امارت د هغو هڅو يوه برخه ده چې د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار د اوسېدونکو د اوبو د کمښت د حل په موخه ترسره کېږي.