افغانستانویډیويي راپور
د بلخ د ادارې او حسابدارۍ له انستیتیوت څخه په دریو بېلابېلو څانګو کې د ۲۶ تنو محصلینو فراغت
د بلخ ولایت د ادارې او حسابدارۍ له انستیتوت څخه ۲۶ تنه ځوانان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د اماراتو د څانګو یو شمېر مسوولینو، د دغه انستیتوت استادانو او د محصلینو والدینو په کې ګډون کړی وو، له دریو بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول.
فارغ شوي محصلین د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې دوی ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي.