ټاکل شوې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمه درېیمه غونډه سبا ترسره شي.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان د بندیزونو د کمېټې مشر او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) یو چارواکی به هم د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په اړه توضیحات وړاندې کړي.