افغانستان

اوچا: په تېرو ۹ میاشتو کې مو په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) وايي، د روان کال له پیله تر سپټمبر میاشتې پورې یې له افغانستان سره نږدې ۹۵۹ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې، خو د دغه دفتر د معلوماتو له مخې د دوی ټوله اړتیا ۳.۰۶ میلیارده ډالره ده.

دغه دفتر دا هم ویلي چې په افغانستان کې اوس هم ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، دغه دفتر د خپلو همکارانو په همکارۍ له ۱۵،۳ میلیونو اړمنو افغانانو سره مرستې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button