نړۍ
نن (سه شنبه د ډسمبر ۱۰) د بشري حقونو نړیواله ورځ ده
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د دغه سازمان له جوړېدو درې کاله وروسته د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه؛ دې اعلامیې د نړۍ په کچه بشري حقونه تامین کړل او نړیوال مشروعیت یې ورکړ.
له دې ورځې سره هم مهاله د خوړو نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې خوراکي توکو ته لاسرسی نه یوازې یوه اساسي اړتیا ده؛ دا د انسان حق دی.
په افغانستان کې، د خوړو نړیوال سازمان کار کوي چې یو داسې راتلونکی رامینځته کړي چیرې چې هیڅوک وږی نه وي.