افغانستان
د خوشتپې کانال شاوخوا یو میلیون جریبه ځمکه به د ملي پراختیا ادارې ته انتقال شي
ملي پرمختیايي شرکت وايي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم به د خوشتپې کانال شاوخوا یو میلیون جریبه ځمکه دغه شرکت ته انتقال کړي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د دولتي او خصوصي ځمکو له ازموینې او تصفیې وروسته به د دغو ځمکو رسمي انتقال پیل شي.
ملي پرمختیايي شرکت په پام کې لري چې له دغو ځمکو څخه په فاریاب، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د کرنیزو او صنعتي کمپلکسونو د جوړولو لپاره کار واخلي.
د ځمکو ادارې مشر محمود مظلوم دغه خبره د ملي پرمختیايي شرکت له رئیس عبدالرحمن عطاش سره د لیدنې او د غوشتپې کانال څخه د لیدنې پر مهال وکړه.