افغانستان
په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني د دغه ولایت د چارواکو او قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت په وینا په دې جګړو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.