په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د هالنډ له سفیر لیتیا وان اسش او د افغانستان په چارو اړه کې د جرمني له سفیر رالف دیتر ریین هارډ سره وکتل.
ښاغلي شاهین په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د پوهنې، د اقلیم د بدلون او په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه خبرې وشوې.