اسلامي جهاد د اسرائیلو نوی اشغال غندلی دی
داسلامی جهاد غورځنګ په سوریې کښې دصهیونیسټ رژیم نوی نیواک دسوریې له اوسنیو حالاتو ناوړه استفاده وبلله .
د اسلامي جهاد غورځنګ اعلان وکړ چې د سوریې په خاوره باندې د اسرائیلو یرغل د سوریې په خلکو او د هغوی په ارادې ښکاره برید او د دغه هیواد له حالاتو څخه د پراختیایي موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کول دي.
اسلامي جهاد ټینګار وکړ د سوریې د لا زیاتو ځمکو د غصب او غصبولو او د اسرائیلو بریدونه ثابتوي چې دغه رژیم زموږ د ولسونو اصلي دښمن دی.
څو ساعته مخکې د اسرائیلو پوځ د جولان په لوړو کې د جبل الشیخ سیمې د بشپړې نیواک اعلان وکړ.
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د سوریې پولو ته په نږدې کیدو سره د سوریې په خاوره کښې د لا زیاتو نیواکونو امر وکړ.
د اسرائیلو رادیو او ټلویزیون هم راپور ورکړی چې د دغه رژیم کابینه په سرحدونو کې د سوریې د یاغیانو د ورتګ د مخنیوي په پلمه په سرحدونو کې د پوځ د کنټرول پر پراخولو غور کوي.