افغانستانسیمه

متحده عربي اماراتو د افغانستان په اوو ولایتونو کې د زېږون ۱۰ روغتونونه پرانیستل

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد د افغانستان په اوو ولایتونو کې د زېږون ۱۰ روغتونونه پرانېستلي دي.

دغه وزارت په یوه بیان کې لیکلي چې دا لیکنه د متحده عربي اماراتو د بشري او پرمختیايي مرستو د برابرولو د هڅو یوه برخه ده.

د متحده عربي اماراتو د نړیوالو همکاریو وزیرې ریم بنت ابراهیم الهاشمي ټینګار وکړ چې متحده عربي امارات د شیخ محمد بن زاید آل نهیان په مشرۍ په افغانستان کې خپلو بشري، خیریه او پرمختیايي هڅو ته دوام ورکوي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په هرات، کندهار، پکتیا، ننګرهار، هلمند، پکتیکا او بلخ ولایتونو کې لس زېږنتونونه پرانیستل شول.

ریم وویل چې د انجلۍ د زیږون لومړۍ قضیه په مزارشریف کې د ولادت روغتون له پرانستلو یوه ورځ وروسته رامنځته شوه او د شیخ فاطمه بنت مبارک متحده عربي امارات په ویاړ د هغې په نوم فاطمه ونومول شوه.

د متحده عربي اماراتو دغه چارواکي همداراز د خپل هیواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ چې له اړمنو ټولنو او خلکو سره د هغوی د دریځ په پام کې نیولو پرته مرسته کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button