سیمه
په دوحه کې د سوریې په اړه د ۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه روانه ده
الجزیرې خبر ورکړی، چې د ۸ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دوحه کې په یوه نړیواله او عربي غونډه کې د سوریې په اړه د سیمې او سیاسي پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
په دې غونډه کې د قطر، مصر، سعودي عربستان، اردن، عراق او آستانې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون لري.
د سوریې د وضعیت په اړه د دوحې دا غونډه د خپل ډول لومړنۍ غونډه ده چې د پنځو عربي هېوادونو په ګډون د آستانې د هېوادونو په ګډون جوړېږي.
د دوحې له غونډې مخکې په سوریه کې د سیمې د پرمختګونو په اړه په ځینو دریځونو کې د اختلافاتو راپور ورکړل شوی و.