افغانستان
په پوهنتونونه کې د روان کال په اوږدو کې د ماسټرۍ ۳۶ نوي کورسونه او د دوکتورا ۱۱ کورسونه جوړېږي
د هېواد د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي، سږ کال د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې ۳۶ نوي د ماسټرۍ او ۱۱ د دوکتورا نوې دورې جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، د ماسټرۍ د پروګرامونو له جملې څخه ٢٦ پوهنځي په اماراتي پوهنتونونو کې او ١٠ نور په خصوصي پوهنتونونو کې رامنځته شوي دي.