د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان حکومت په وروستیو ورځو کې ۸۰۰ افغان کډوال د عمران خان د ملاتړ په مظاهرو کې د ګډون په تور نیولي دي.
دغه وزارت دا هم ویلي، چې په وروستیو مظاهرو کې افغانانو ګډون نه دی کړی، خو پاکستاني پولیس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې افغان مهاجرینو د تحریک انصاف په مظاهرو کې برخه اخیستې وه.