د پاکستان لومړي وزیر په یوه نوي حکم کې د دغه هېواد یو لوړپوړی دیپلومات محمد صادق د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
محمد صادق له ۲۰۱۳ تر ۱۴۰۱ کال پورې د افغانستان لپاره د عمران خان د حکومت ځانګړی استازی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د “صادق” د تجربو له امله هغه یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه جګپوړی دیپلومات به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د سمبالښت او ښه کولو په برخه کې کار وکړي.