افغانستان
ملګري ملتونه په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو د کښت بدیل پروژه پیلوي
د کندهار ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د خوړو او کرنې سازمان (FA0)، د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) به په 2025 کال کې په کندهار او هلمند ولايتونو کې د کوکنارو د بديل کښت پروژه پيل کړي.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د غنمو، جوارو او پیازو د تخمونو وېش، د شنو خونو جوړول، د څاریونو د خوراکي توکو وېش، له باغدارانو څخه ملاتړ او د نویو باغونو جوړول، د کروندګرو او باغدارانو روزنه، کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه شامل دي. محصولات، د خلکو لپاره د کار پیدا کول، او د تشبثاتو ملاتړ کمیږي.