سیمهنړۍ

روسیه: اوکراین د ادلب یاغیانو ته وسلې ورکړې دي

د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا په سوریه کې د یاغیانو د بریدونو د غندلو پرمهال وویل، چې امریکا او متحدین یې په سوریه کې له وسله والو مخالفینو سره پوځي مرستې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي “واسیلي نیبنزیا” د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې اوکراین په سوریه کې وسله والو یاغیانو ته وسلې ورکړي دي.

نبنزیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل: “امریکا د سپینې هیلمټ نفرت لرونکي سازمان استازي ته بلنه ورکړه چې له چا سره له مشورې پرته په دې غونډه کې ګډون وکړي.”

د «سپوتنیک» خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې: «روسیه په دې خواشیني ده چې د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي خیر پیډرسن پر سوریې د یاغیانو برید ونه غندي.»

دغه روسي دیپلومات څرګنده کړه چې امریکا او متحدین یې د سوریې د حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي، د اوکراین د پوځ لوی درستیز په ادلب کې یاغیانو ته وسلې ورکوي او بې پیلوټه الوتکې ورکوي.

د دغه رپوټ له مخې نبنزیا همداشان زیاته کړه: د التحریر الشام د پلاوی غړیو چې په سوریه کښې یې دغه حمله ترسره کړه په عامه توګه اعلان وکړ چې د اوکرایین د ځانګړو ځواکونو له خوا یې ملاتړ کیږی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button