سیمه
د سوریې په حما او ادلب کې تر ۲۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
د سوریې د پوځ او وسله والو ځواکونو لوی درستیز پرون ماښام د یوې بیانیې په خپرولو سره د حماه او ادلب ولایت په شمال کښې د یاغیانو په ډلو او د هغوی په مرکزونو د حملو د دوام اعلان وکړ.
د سوریې پوځ د دې په بیانولو سره چې یاغیان د توپخانې، توغندیو او د سوریې او روسیې د جنګیالیو د حملو هدف دی، اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې یې د التحریر الشام د عملیاتو مرکز له منځه وړی دی. د مهماتو درې ډیپوګانې او په لسګونو زغره وال ګاډي د جګړې په ډګر کې دي.
د سوریې پوځ وايي، د بهرنیو مشرانو په ګډون یې لږ تر لږه ۲۰۰ یاغیان وژلي او تر ۲۰ ډېر بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.
دسوریې پوځ ټینګار کړی اوس مهال وسله والو ته دپوځی تجهیزاتو استول دوام لری او د حما په شمال کښې سختې نښتې روانې دی .