سیمه

د سوريې په غوښتنه د عرب ليګ بېړنۍ غونډه جوړېږي

عرب لیګ به د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه بیړنۍ غونډه وکړي چې د سوریې وضعیت وڅیړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د سوریې په شمال کې د چټکو پرمختګونو او د هغې د پایلو د بیا کتنې لپاره د سوریې په غوښتنه ترسره کیږي.

له دې مخکې یوې دیپلوماتیکې سرچینې ټینګار کړی و، چې عرب لیګ به په قاهره کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه بیړنۍ غونډه وکړي، څو د غزې او سوریې وضعیت وڅیړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button