افغانستان

هبت الله اخندزاده سپین بولدک ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله اخندزاده سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د اسلامي نظام پر ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه نظام په اطاعت او تقوا سره ساتل کیږي.

د کندهار ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت رهبري پلاوي دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل، د امر به معروف وزارت د قانون په پلي کولو کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

ښاغلي اخندزاده د سپين بولدک ولسوالۍ نظامي او ملکي مسوولينو ته هم لارښوونه وکړه، چې له شخړو لرې پاتې شي او خپلو مسووليتونو ته پام وکړي.

په ورته وخت کې دکندهار ولایت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د تخته پل ولسوالۍ ​​ډلې مشر څخه هم لیدنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button