د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست صدر اعظم عثماني د دغه وزارت د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي دي چې د دغه سفر موخه د اوبو او خاورې د پروژو په ځانګړې توګه د اوبولګولو د پرمختللو میتودونو په برخه کې د ایران د ظرفیتونو او تخنیکونو څخه لیدنه ده.