افغانستان
د کابل په ۶ روغتونونو کې ۲۳ ماشومان د زړه په سوري اخته د درملنې لپاره معرفی شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په ناروغۍ اخته ۲۳ ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل شپږو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو د درملنې مالي لګښت د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.