سیمه

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر له دریو عربي هېوادونو سره د سوریې په اړه خبرې وکړې

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د سوریې په اړه د مصر، عراق او اردن له خپلو سیالانو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې او له وسله والو یاغیانو سره د مقابلې لپاره یې له سوریې سره د دغه هېواد پر تازه ملاتړ ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو ولسمشر بن زاید د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره په ټیلیفوني خبرو کې له ګواښونو سره د مقابلې او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه د دمشق د اقداماتو ملاتړ کړی و او له د سوریې حکومت سره یې د ابوظبۍ پیوستون اعلان کړی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button