- د افغانستان د اسلامي امارت د چارو وزارت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۱ مه) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته روان شو.
د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي هرکلي د دغه هیواد د مرستیال صدر اعظم جمشید خاجیوف لخوا په داسې حال کې وشو چې د اسلامي امارت سفیر او نورو استازو هم حضور درلود.
په دغه سفر کې چې د ازبکستان د چارواکو په بلنه ترسره شو، ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړي.
تمه ده چې د دغه سفر په پای ته رسېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پراختیا ومومي او د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره به په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.