- د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د لومړي ځل لپاره د اقلیم د بدلون په اړه په نړیوال کنفرانس (کاپ-29) کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د هېواد د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له خوا ترسره شو. په دې کې د افغانستان د روان وضعیت روښانه انځور نړۍ ته وړاندې شو
ښاغلي خلیص زیاته کړه، په دې کنفرانس کې هڅه وشوه چې نړیواله ټولنه قانع کړي چې د اقلیم او چاپیریال د بدلون مسله له سیاست سره هیڅ تړاو نه لري. بلکي دا مسله باید یوه ټولنیزه او انساني ستونزه وګڼل شي.