سیمه

یاغیانو په حلب کې د ۲۰ کلیو د نیولو ادعا کړې ده

الجزیرې راپور ورکړی چې په سوریه کې یاغیان د حلب د شلو کلیو د نیولو ادعا کوي، خو تر اوسه یې په رسمي توګه د حلب د بشپړ نیولو ادعا نه ده کړې.

د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې د الیرمون په کلي کې د یاغیانو او د سوریې د پوځ ترمنځ نښتې شوې دي.

اړونده مقالې

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سوریې پوځ حلب ښار ته غځېدلې ټولې لارې تړلې دي.

همداشان د سوریې د پوځ او د مخالفینو ترمنځ نښتې د حلب په شاوخوا او د جمیعت الزهرا او د پوځي اکاډمۍ په شاوخوا کې شوې دي.

د روسیې جنګي الوتکې په دوامداره توګه د حلب پر سیمو بمباري کوي: یاغیانو هم د ادلب په ختیځ کې د کلیو او سیمو د نیولو ادعا کړې ده.

رویټرز د سوریې د دوو پوځي سرچینو له قوله هم ویلي چې روسیې د حلب د نیولو لپاره د یاغیانو د مخنیوي لپاره د سوریې له پوځ سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې او دمشق تمه لري چې د روسیې نوي پوځي تجهیزات به په ۷۲ ساعتونو کې د سوریې د حمیمیم هوايي اډې ته ورسېږي.

رویټرز هم اعلان کړی چې سوري چارواکو د حلب هوايي ډګر تړلی او ټولې الوتنې یې لغوه کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button