افغانستان
د اسلامي امارت د عالي شورا له خوا د ۳۰ معیارونو تصویب
د ستندرد عالي شورا په خپله دویمه ناسته کې د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، تیلو، نساجۍ، چاپیریال او بریښنا په برخو کې ۳۰ معیارونه تصویب کړل.
دغه غونډه نن چهارشنبه (د لیندۍ۱۰ مه) په مرمرین ماڼۍ کې په اقتصادي چارو کې د ولسمشر مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ جوړه شوه.
ملا برادر آخند په دې ناسته کې وویل، چې د هېوادوالو لپاره د معیاري محصولاتو د عرضې او وارداتو په برخه کې د معیارونو رامنځته کول او پلي کول اړین دي.
د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال هم له ټولو ادارو وغوښتل چې د شورا تصویب شوي معیارونه په جدي توګه پلي او تعقیب کړي.